انصار: (د سلواغی ۱۷ مه)، د طالبانو د رژیم یو شمېر منتقدانو د هغه څه له امله چې دوی یې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمانونو نه عملي کیدل ګڼي، پر دغه رژیم نیوکې کړي او ځینې بېلګې یې یادې کړي.
دوی دې ته په اشارې سره چې د طالبانو رژیم د ازبکستان لپاره د خپل یوه وزیر شېخ شهاب الدین دلاور زوی مغفورالله شهاب د سرپرست سفیر په توګه ټاکلی او دغه راز هغو ادعاوو ته په کتو سره چې ویل کیږي د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال په کندهار کې د هدیرې د ځمکې د غصب هڅه کوي، توندې نیوکې کړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند زاده په جلا- جلا فرمانونو کې امر کړی و چې د طالبانو د چارواکو زامن باید له دولتي دندو لیرې شي.
د طالبانو منتقدان بیا د یو شمېر چارواکو د زامنو او خپلوانو نوملړ خپروي چې ښيي په یو شمېر ادارو کې پر مهمو دندو کار کوي او لا د داسې ګومارنو لړۍ روانه ده.
د طالبانو ویاندویانو د خپلو منتقدانو دغو تورونو او ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ویلي چې د دوی د مشر ټول فرمانونه ورته مهم دي او په قاطعیت سره عملي کیږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30013